افغانستان د روانې لوبلړۍ په لومړي سیالي کې بنګلهدېش ته په ستر توپیر ماته ورکړې.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شنبه، لړم ۱۹مه له غرمې وروسته ماسپښین ۲:۳۰ بجې په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
افغانستان لومړۍ لوبه کې د محمدنبي او حشمتالله شهیدي د ښکلې توپوهنې پرمټ، بنګلهدېش ته د ۲۳۵ منډو هدف ورکړ چې بنګلهدېش لوبډلې یوازې ۱۴۳ منډې وکړې.
الله محمد غضنفر بیا په توپاچوونه کې ښه وځلېد او شپږ وېکټې یې، ترلاسه کړې چې تر دې مهاله یې، افغانستان ته تر ټولو غوره توپاچوونه ده.
که افغانستان دغه لوبه وګټي، د روانې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ به هم په خپل نوم کړي.