نن سبا، ټولنیزې شبکې د ځوانانو ورځنی ژوند بدل کړی دی. پر ځای د دې چې ځوانان مطالعه وکړي، فزیکي فعالیتونه ترسره کړي، یا له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړي، زیات وخت یې په فیسبوک، انسټاګرام او ټیکټاک کې مصرفوي. د دې شبکو د نه کنټرولېدونکي استعمال له امله، ځوانان د زدهکړو، روغتیا او رواني حالت په برخه کې منفي اغېزې تجربه کوي
هغه ځوانان چې زیات وخت په ټولنیزو شبکو تېروي، خپل درسي اهداف له لاسه ورکوي او د تعلیمي کمزورتیا سره مخ کېږي
فیروز، د کاپیسا ولایت اوسېدونکی، چې ۱۸ کلن دی، وايي
“زه خپلو درسونو کې ډیر ښه وم ، خو کله چې مې د ټولنیزو شبکو سره علاقه پیدا کړه، زما تمرکز کم شو. اوس درس ته زړه نه ښه کوم، د درس پر ځای مې ټول وخت په فیسبوک او ټیکټاک کې تېروم
د ټولنیزو شبکو نه کنټرولېدونکی استعمال د ځوانانو پر رواني حالت هم منفي اغېزې لري
آمنه، ۲۱ کلنه، د کابل ښار اوسېدونکې وايي
“زه هره ورځ پر ټولنیزو شبکو کې د خلکو ښکلي انځورونه او ژوند وینم، او دا مې خفه کوي. زه احساس کوم چې زما ژوند بېارزښته دی، ځکه چې زه د هغوی غوندې ښکلی ژوند نه لرم. کله کله احساس کوم چې زه بېکاره یم او هیڅ هدف نه لرم
د سکرین اوږدمهاله استعمال د ځوانانو د سترګو، ذهن، او بدن لپاره خطرناک دی. هغوی چې هره ورځ ساعتونه، ساعتونه پر ټولنیزو شبکو تېروي، د سترګو کمزورېدل، د ملا درد، او د خوب ګډوډي تجربه کوي
رحمت، د ننګرهار ولایت اوسېدونکی، چې ۱۹ کلن دی، وايي
“زه هره ورځ تر شپې ناوخته انټرنېټ کاروم، چې د دې له امله مې سترګې کمزورې شوې دي. ډاکټر عینکې را کړې، خو زه اوس هم عادت نه شم پرېښودای. کله کله مې سر درد کوي، او د خوب نظم مې هم خراب شوی دی
ډاکټر جمشید رسا، چې یو رواني متخصص دی، وايي
“ټولنیزې شبکې که په اعتدال سره وکارول شي، ګټه لري، خو که د حد نه زیات استعمال شي، نو دا د رواني فشار، خپګان، او ټولنیزې انزوا لامل ګرځي. ځوانان باید د سکرین استعمال محدود کړي، فزیکي فعالیتونه وکړي، او د خپلو واقعي اړیکو ساتنه وکړي
ټولنیزې شبکې زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ده، خو که د حد نه زیات وکارول شي، نو د زدهکړې، فزیکي او رواني روغتیا لپاره زیانمن تمامېږي. ځوانان باید د اعتدال لاره غوره کړي، خپل وخت مدیریت کړي، او د ټولنیزو شبکو پر ځای کتاب لوستل، ورزش کول، او له خپلو عزیزانو سره وخت تېرول زده کړي. حکومت، کورنۍ، او ښوونځي باید د دې ستونزې د حل لپاره کار وکړي، ترڅو ځوانان له منفي اغېزو څخه وساتل شي