په راپور کې راغلي چې هر کال ۷۰زره تنکي ځوانان مخ پر ودې هېوادونو کې د اومېندوارۍ پرمهال د اختلاطاتو له امله مړه کېږي.
افغانستان کې یوشمېر مېرمنې چې په کم عمر کې یې، زېږون کړی، وايي، له بېلابېلو جسمي او روحي ناروغیو سره مخ شوي دي.
د دوی په وینا، په کم عمر کې واده او د ماشومانو راوړل، د مور او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي. ذکیه چې ۱۶کلنۍ کې یې، واده کړی، سلاموطندار ته وویل، کم عمر کې د ماشومانو راوړل، دا له ډېرو ستونزو سره مخ کړې.
نوموړي وویل: «ما په ۱۴کلنۍ کې واده وکړ او په ۱۶کلنۍ کې مې یو ماشوم زېږولی او د امیندوارۍ پرمهال مې په لومړی ماشوم کې ډېر رنځونه لیدلي. کله چې مې ماشوم پیدا شو، زه له ډېرو ستونزو سره مخ وم، ځکه چې عمر مې کوچنی و، حتا بېهوښه شوم، او دا ممکنه وه چې خدای مه کړه ، یا زه یا مې ماشوم مړ شي. ډاکټرانو ډېره هڅه وکړه، خدای راسره مرسته وکړه او ما د ژوند فرصت بیا پیدا کړ. کله چې مور او پلار یوه لور لویه وي، دوی باید خپله لور قانوني عمر کې واده کړي، که نه نو هغه به له ډیرو ستونزو سره مخ شي.»
بلخوا مریم هم په کم عمر کې ماشوم راوړی، دا وايي چې د عصابو او وینې کمښت سره مخ دي. «په کوچني عمر کې واده کول، د انسان په عصابو اغېز کوي؛ ډېر ژورخپګان پیدا کوي؛ ډېرې خبرې دي؛ ناروغېږي. همداوس کمخونه یم او د ژورخپګان تکلیف لرم او د اعصابو هم. هر ډاکټر ته چې ورځم، وايي، کم عمر کې دې واده کړی او دا ډېرې ستونزې لري.»